په ایران کې د اعدام زیاتېدونکو پېښو ته د جدي غبرګون ښودلو غوښتنه شوې

له ارشیفه د دار یو سمبولیک تصویر

د ایران د بشري حقونو سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دغه هېواد کې د اعدام زیاتېدونکو پېښو ته جدي غبرګون وښيي.

دغه سازمان پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې دغه غوښتنه د غزلشهر په زندان کې د یوې زنداني مېرمنې سمیرا سبزیان د اعدامېدو له خبر سره هممهاله کړې ده.

سمیرا سبزیان چې د دغه سازمان په وینا د کم عمره او اجباري واده قرباني وه، له لسو کلونو راهیسې بندي وه او د چهارشنبې په ورځ په دار وځړول شوه.

د ازادي راډیو د ایران څانګې/ راډیو فردا لیکلي چې سمیرا د خپل میړه په قتل محکومه وه.

د ایران د بشري حقونو سازمان، چې مرکز یې په ناورې کې دی، وایي چې د روان ۲۰۲۳ کال له پيله سمیرا سبزیان اتلسمه مېرمن ده چې په ایران کې اعدامېږي.

د دغه سازمان په وینا، تېر ۲۰۲۲ کال کې هم په ایران کې د اعدام شویو کسانو په منځ کې ۱۶ مېرمنې شاملې وې.