امریکا له افغان خبریالانو او د بشري حقونو ملاتړو سره خپل پیوستون اعلان کړی

ارشیف: په کابل کې د یوې خبري غونډې انځور

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت له افغان خبریالانو او د بشري حقونو له ملاتړو سره خپل پیوستون اعلان کړی دی.

دغه سفارت 'د بشر د پیوستون' نړیوالې ورځې په مناسبت چې پرون د ډسمبر ۲۰مه ونمانځل شوه ویلي، له افغان خبریالانو سره چې د حقیقت ویلو لپاره ژوند په خطر کې اچوي او د بشري حقونو له ملاتړو سره چې د ټولو افغانانو د حقونو دفاع کوي، په یوه اتفاق درېږي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۵ کال کې د یوه پرېکړه لیک له مخې پیوستون د بشر د اساسي حقونو او ارزښتونو په ډله کې شامل کړ.

د امریکا سفارت داسې مهال له افغان خبریالانو او بشري فعالانو سره پیوستون اعلانوي چې د خبریالانو او بشري حقونو د دفاع بېلابېلو سازمانونو د افغانستان د خبریالانو او فعالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

تازه د بې پولې خبریالانو بنسټ ویلي چې د طالبانو د بیا واکمنۍ له پيله د خبریالانو په نیولو او د خپلواکو رسنیو په ځپلو سره د مطبوعاتو ازادي له منځه تللې ده.

په افغانستان کې وخت ناوخت د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالان هم نیول شوي او تازه د فعالانو په وینا د بشري حقونو دوه ملاتړې ندا پرواني او ژولیا پارسي د طالبانو له بنده ازادې شوي دي.