د پاکستان د بلوڅانو احتجاجي لاریون ډېره اسماعیل خان ته رسېدلی

اعتراض کوونکي د پاکستان له حکومته له محکمې پرته وژل شویو او تري تم شویو بلوڅانو ته عدالت غواړي.

د پاکستان د بلوڅانو احتجاجي لاریون چې د اسلام اباد خواته روان دی، پرون ناوخته د خیبر پښتونخوا ډېره اسماعیل خان سیمې ته ورسېده.

اعتراض کوونکي د پاکستان له حکومته له محکمې پرته وژل شویو او تري تم شویو بلوڅانو ته عدالت غواړي.

دوی ادعا کوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو زرګونه بلوڅان په زوره نیولي او بیا یې وژلي او تري تم کړي دي.

د مشال راډیو د راپور له مخې د پاکستان حکومت که څه هم د زرګونه بلوڅانو لادرکه کېدل نه مني، خو ویلي یې دي، له یو شمېر تورنو پولیسو یې پلټڼې پیل کړي دي.

اعتراض کوونکي هوډ لري چې په اسلام اباد کې د موقت صدر اعظم انوارالحق کاکړ د دفتر مخې ته پرلت ووهي.

د بلوڅانو له دغه لاریون سره پرون د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر فعالان هم یوځای شول.