کندهار: د یوه کور د چت پرېوتو له امله ۴ تنه مړه شوي

د افغانستان په نقشه کې د کندهار تصویر

په کندهار کې د یوه کور د چت د نړیدو په پېښه کې د یوې کورنۍ څلور ماشومان مړه شوي دي.

دغه پېښه تېره شپه د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې شوې ده.

د مړو شویو ماشومانو پلار محمد اشرف وایي، درې کوچینۍ لوڼې او یو زوی یې په دې پېښه کې مړه شوي دي.

د پېښې علت تر اوسه نه دی څرګند، خو د افغانستان په جنوبي سیمو کې هرکال عموماً د ژمي په موسم کې د بارانونو د ورېدو له امله د خامه کورونو د نړېدو ګڼې پېښې کیږي.