اوکراین د ۱۸ روسي بې پيلوته الوتکو د نسکورولو خبر ورکړ

تصویر له ارشیفه

د اوکراین هوایي ځواکونه د روسیې د څو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو د له منځه وړلو خبر ورکوي چې د دې هېواد پرځینو اهدافو د بریدونو لپاره ترې کار اخیستل کیده.

د اوکراین هوایي ځواکونو وویل د نولسو ډرون الوتکو چې روسیې ورڅخه پرکییف، ادیسه، خیرسون او د اوکراین پر یو شمېر نورو سیمو د بریدونو لپاره کاراخیست، اتلس یې له مینځه وړې دي.

دا په داسې حال کې چې د اوکراین ولسمشر ولادمیرزیلنسکي تېره ورځ په کییف کې د دې کال په وروستي خبري کنفرانس کې هیله څرګنده کړه چې امریکا به ورسره نوره مرسته وکړي.

خو د نوموړي له دې څرګندونو څو ساعته وروسته راپورونه خپاره شول چې د امریکا سناجرګه به له اوکراین سره د نورو مرستو او د متحدو ایالتونو د پولو د ټینګښت لپاره یوې نوې بستې ته د راتلونکي کال له لومړیو دمخه رایې ورنه کړي.