د اسراییل پوځ د غزې په دوو فعالو روغتونونو کې عملیات ترسره کړل

په غزه کې د اسراییلو د روانو عملیاتو یو انځور

د اسراییل پوځ د غزې په شمال کې پر یوازېني دوو فعالو روغتونونو کې عملیات ترسره کړل او د هغو یو شمېر کارکوونکي یې ونیول.

د اسراییل دفاع وزیر پرون سې شنبې وویل چې ځواکونه یې هڅه کوي چې دا سیمه په بشپړه توګه د سخت دریځې حماس ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، له وسله‌والو پاکه کړي.

اسراییل د سې شنبې په ورخ د غزې پر جنوبي ښارګوټو هوایي بمبارۍ وکړې چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۴۵ فلسطینیان ووژل شول.

اسراییل د نړیوالو له خبرداري او د متحدو ایالتونو له نوي ملاتړ سره په غزه کې پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

د اسراییل دفاع وزیر یوف ګالانت خبرداری ورکړی چې د غزې په جنوب کې به عملیات څو میاشتې وخت ونیسي.