د سالنګ لویه لاره له رغونې او ترمیم وروسته بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

د سالنګ لارې یوه څنډه

د سالنګ لویه لاره له رغونې او ترمیم وروسته نن بیرته د ټرافیکو پرمخ پرانستل شوه.

د دې لارې د بیا پرانستلو په مناسبت د طالبانو یوشمیر لوړپوړو چارواکو په یوه خبري غونډه کې چې د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون یې په خپله ایکس پاڼه ځینې څرګندونې خپرې کړي، ګډون کړی و.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د سالنګ تونل د پرانيستې په مراسمو کې وویل چې د سالنګ لویه لار نه یوازې د هېواد له مرکز سره شمالي سیمې نښلوي؛ بلکې د منځنۍ او د جنوبي اسیا په نښلولو کې هم مهمه ونډه لري.

هغه وویل د دغه تونل رغنیزې چارې د حکومت له بودجې تمویل شوي او زیاته یې کړه چې دوی هڅه کوي د سالنګ د دویم تونل د رغونې چارې هم پیل شي.

د سالنګ د تونل په ګډون د دغې لویې لارې چې کابل له شمالي نهو ولایتونو سره نښلوي او یوه د افغانستان له ډیرو مهمو ترانیزیتي لارو ګڼل کیږي، د رغولو چارو یې څه باندې څلور میاشتې وخت ونیوه.

په دې موده کې مسافروړونکو او باروړونکو موټرو له فرعي لارو خاواک او شیبرڅخه کاراخیست.

د سالنګ تونل چې ۲،۶۷ کیلومتره اوږد دی، د پخواني شوروي اتحاد په مرسته د ۱۹۵۸ او ۱۹۶۴ کلونو ترمنځ، د شپږو کلونو په موده کې جوړ شوی.