د امریکا ځانګړي استازي د یوناما مرستیال سره د افغانانو ملاتړ په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما له مرستیال ایندریکا رټ ویټ سره په لیدنه کې یې د افغانانو د ملاتړ په اړه خبرې کړي.

وېسټ نن سهار پر خپله ایکسپاڼه د دې لیدنې خبر ورکړی او لیکي چې دوی د افغان کډوالو د ملاتړ او د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

هغه د دې خبرو جزییات نه دي ورکړي او دا یې هم نه دي ویلي چې په کوم ځای کې یې د یوناما له مرستیال سره وکتل، خو دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن ماښام د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وکړي.

وېسټ تېره اوونۍ سیمې ته د سفر پر مهال د افغانستان پر اړوندو مسایلو په پاکستان، قطر او سعودي عربستان کې لیدنې کتنې لرلې.

هغه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر سره هم وکتل.