ایټالیا کې د یوې پاکستانۍ نجلۍ وژنه؛ محکمې د وژنې قضیه کې یې پلار او تره مجرم پېژندلي

په ایټالیا کې د یوې محکمې ودانۍ

د ایټالیا یوې محکمې د اتلس کلنې پاکستانۍ نجلۍ سمن عباس د کورنۍ غړي د هغې د قتل په قضیه کې مجرم وپېژندل.

د دې نجلۍ پلار او تره دا په دې خاطر ووژله چې نه یې غوښتل له خپل تربره سره واده وکړي.

د سمن قبر تېر کال وسپړل شو او د هغې د مړي د عدلي طب تر معاینې وروسته روښانه شوه چې اورمېږ یې مات شوی و.

نوموړې وروستی ځل تېر کال داسې مهال ژوندۍ لیدل شوې وه چې د ایټالیا په شمال کې له خپل پلار او مور سره پلې روانه وه.

د سمن پلار چې پاکستان تېر کال ایټالیا ته وسپاره، همداراز د هغې مور په غیاب کې په عمري حبس او تره یې دانش حسنین په ۱۴ کاله بند محکوم شول.