د ایراني چارواکو څرګندونو ته غبرګون؛ پاکستان: ترهګري د نړۍ او سیمې امنیت ګواښي

د ایران او پاکستان بیرغونه

له پاکستان څخه د ترهګرو د مخنیوي په اړه د ایران له غوښتنې وروسته پاکستان وویل چې ترهګري د نړۍ او سیمې امنیت ګواښي.

د جمعې په ورځ د ډسمبر ۱۶مه د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې په یوه برید کې ۱۱ ایراني پولیس ووژل شول.

له دې پېښې وروسته ایران وویل چې بریدګر له پاکستانه ورغلي وو.

د دې برید مسوولیت د جېش العدل په نوم ډلې په غاړه واخیست.

د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا د یکشنبې په ورځ د خپل هېواد د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په قول وویل چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د ترهګرو د پناهځایونو مخه ونیسي.

پاکستان د ایران پر ادعا پرون په خپل غبرګون کې وویل چې تروریزم د ټولې سیمې او نړۍ لپاره خطر دی او د دوه اړخیزې او سیمه ییزې همکارۍ له لارې یې مخه نیول کېدای شي.

پرون د ایران د باندنیو چارو وزارت وویل چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان له خپل پاکستاني ساري جلیل عباس سره د دوشنبې په ورځ د تروریزم د خطر په اړه ټیلفوني خبرې کړي دي.

له بلې خوا د ایران تسنیم خبري اژانس پرون وویل چې د ایران امنیتي ځواکونو په سیستان او بلوچستان ولایت کې د یوې بلې حملې مخه نیولې ده.

په خبر کې ویل شوي چې د پوځ د موټرو په لاره کې د سړک په غاړه چاودېدونکي مواد اېښودل شوي وو، خو امنیتي ځواکونو مخکې تر دې چې دا مواد وچوي، شنډ کړل.