ایران؛ نوبل ګټونکې نرګس محمدي د خپلې محکمې غونډه کې برخه وانخېسته

له ارشیفه د نرګس محمدي تصویر

د نوبل د جایزې ګټونکې د ایران د بشري حقونو بندیوانې فعالې نرګس محمدي نن د خپلې محکمې په غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

وروسته له دې چې مېرمن محمدي د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه دا د هغې د محاکمې لومړۍ غونډه وه.

د محمدي د کورنۍ غړي وايي چې هغې د محکمې غونډه قاتلانه بللې ده.

نرګس محمدي چې د کورنۍ غړو یې د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په لسمه په اوسلو کې د دې په استازولۍ د نوبل جایزه ترلاسه کړه ویلي، هغه انقلابي محکمه چې دا پکې محاکمه کېږي، د ځوانو ایراني وګړو د وژنو د حکم مسووله ده.

مېرمن محمدي په یوه بیان کې چې د دې د کورنۍ له خوا خپور شوی ویلي دي چې دا له استخباراتي اداره سره تړلو قاضیانو او هغو محکمو ته چې نمایشي محکمې جوړوي، اعتبار او صلاحیت نه ورکوي.