د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو په پروان کې بندي کړی خبریال روح الله سنګر خوشې کړ

روح الله سنګر، پروان کې افغان خبریال

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طلوع نیوز د خبریال روح الله سنګر د خوشې کیدو خبر ورکوي.

دې مرکز نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی سنګر چې دوه ورځې وړاندې په پروان کې د طالبانود استخباراتو له خوا نیول شوی و، خوشې شوی دی.

د خبریالانو مرکز د هغه د خوشې کیدو هرکلی کړی، خو دا یې هم ویلي چې هغه د قانون خلاف نیول شوی و او د یوه خبریال په توګه یې ازادي سلب شوې وه.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی پرون دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي وو چې پر روح الله سنګر سربېره په پروان کې بل خبریال ضمیر ظهیر او په کندهارکې د تمدن ټلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي د طالبانو په توقیف کې دي.

د رسنیو د ملاتړ دې دواړو بنسټونو د طالبانو له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره توقیف شوي خبریالان ازاد کړي.