غزه کې د اسراییلو توغندويي حمله او بمبارۍ؛ ۲۰ فلسطینیان وژل شوي

غزه کې د روانو جګړو یو انځور

د غزې روغتیايي چارواکو نن خبر ورکړ د غزې پر جنوبي ښار رفح د اسراییلو په توغندويي حملو او بمباریو کې درې کورونه لګېدلي چې په نتیجه کې یې شل تنه فلسطینیان وژل شوي.

لسګونه زره بېځایه شويو فلسطینیانو د غزې پر شمال د اسراییلو له حملو د خونديتوب لپاره د مصر سرحد ته نژدې په رفح ښار کې پناه اخیستې، خو دا وېره په زیاتېدو ده چې دا سیمې هم نورنو خوندي نه دي.

نن سهار د غزې د جنوبي ښار خان یونس اوسېدونکو هم د حماس ډلې او اسراییلي پوځیانو ترمنځ د درنو جګړو خبر ورکړ.

حماس د متحدوایالتونو او اروپايي ټولنې له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي.