ایم ایس ایف: ډېر افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي

د کندهار د میرویس روغتون یوه څنډه

د بې سرحده ډاکترانو ټولنه یا 'ایم ایس ایف' وايي چې د افغانستان د روغتیایي برخې ستونزې د صحي تاسیساتو د لازیانمنېدو او د روغتیاپالانو د نور کمي باعث شوي او په نتیجه کې ډېر خلک له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دي.

'ایم ایس ایف' په یوه مفصل راپور کې چې پرون خپور شو وايي، له دې سره د صحي وضعیت د لا خرابېدو او د زېږون پر مهال د ماشومانو د مړینې د زیاتېدو خطر رامنځته شوی دی.

د 'ایم ایس ایف' راپور زیاتوي چې افغانستان له پخوا راهیسې هم دا ستونزې لرلې، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د نظام له بدلون او د هغه په نتیجه کې له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو تر کمېدو وروسته له نورو ننګونو سره مخامخ شوی دی.

راپور د هېواد د شمالي ولایتونو ستونزې هم یادوي او وایي، د دې وضعیت په نتیجه کې اوس ډېر خلک د 'ایم ایس ایف' کلینیکونو ته مراجعه کوي.