اسټن: له اسراییل څخه د واشنګټن ملاتړ نه ماتېدونکی دی

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لویډ اسټن

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لویډ اسټن وایي، له اسراییل څخه د واشنګټن ملاتړ نه ماتېدونکی دی.

نوموړي د دوشنبې په ورځ اسراییل ته د سفر پر مهال له خپل دې نژدې متحد څخه غوښتنه وکړه چې له حماس سره په جګړه کې د ملکیانو خوندیتوب ته ډېر پام وکړي.

حماس سخت دریځه ډله د امریکا او اروپا له خوا د ترهګریز سازمان په توګه پېژندل شوې ده.

د امریکا د دفاع وزیر داسې مهال اسراییل ته سفر کړی چې حکومتونو او نړیوالو سازمانونو په غزه کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په زیاتېدو جدي اندېښنه ښودلې ده.

د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر کنټرول لاندې ده ویلي چې د اسراییلي پوځیانو د تېرو څه باندې دوو میاشتو په بریدونو کې څه باندې ۱۹ زره کسان وژل شوي دي.

اسراییل وروسته تر هغه پر غزې بریدونه پيل کړل چې د تېرې اکټوبر میاشتې په ۷مه نېټه حماس په اسراییلو په برید سره شاوخوا ۱۲ سوه کسان ووژل او دوه نیم سوه نور یې برمته کړل.