بینېټ د طالبانو له بنده د دوو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو د حقونو د دوو فعالانو ژولیا پارسي او ندا پرواني او د هغوی د کورنيو د غړو د خوشې کېدو هرکلی کړی.

بینېټ بېګا ناوخته پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دا مېرمنې اصلاً باید نه وای نیول شوې.

بینېټ یوځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د بشري حقونو مدافع فعالان، د نادولتي ټولنو کارکوونکي، خبریالان او نور هغه کسان خوشې کړي چې د بشري حقونو په ملاتړ یې غږ اوچت کړی دی.

ژولیا پارسي د تلې په پنځمه د کابل له کلای فتح الله سیمې څخه نیول شوې وه، خو پرون فعالانو تایید کړه چې طالبانو نوموړې خوشې کړې؛ او ندا پرواني چې د وږي په وروستیو کې له خپل مېړه او یو ماشوم سره په کابل کې نیول شوې وه د پنجشنبې په ورځ د طالبانو له بنده په ضمانت خوشې شوه.

د طالبانو د حکومت چارواکي د ښځو د حقونو د مدافعانو، مدني فعالانو او خبریالانو د نیولو او خوشې کولو په اړه څه نه وايي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار یولړ محدودیتونه ولګول، خو د ښځو د حقونو فعالانو د دوی پر ضد پراخ اعتراضونه کړي دي.