سیګار د یوې پروژې په ترڅ کې د افغان خبریالانو ملاتړ کوي

ارشیف: په کابل کې د یوې رسنۍ د خبر څانګه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې سیګار خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوه نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوې پروژې په ترڅ کې د افغان خبریالانو ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د خوندي راپور ورکولو تر عنوان لاندې یاده پروژه د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د ولسواکۍ، بشري حقونو او کار د ادارې له خوا تر لاس لاندې نیول شوې ده.

سیګار پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې له خطر سره د مخامخ خبریالانو سمدستي ملاتړ، د خبریالانو د خوندیتوب پیاوړتیا، د خلکو په ګټه د مطالبو د برابرولو او همداراز د ناسمو اطلاعاتو او سانسور د مخنیوي لپاره له رسنیو سره مرسته د دې پروژې هدف ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد لسګونه رسنۍ د طالبانو د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له کبله وتړل شوې او همداراز ګڼ شمېر خبریالان له هېواده وتلو ته اړ شول.