ملا حسن اخوند: د کډوالو له "لویې او انساني موضوع" باید د فشار په توګه کار وانخیستل شي

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا، ملا محمد حسن اخوند

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا وایي، د کډوالو له "لویې او انساني موضوع" څخه باید د فشار په توګه کار وانخیستل شي.

ملا محمد حسن اخوند د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې چې ویاند یې ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر خپور کړی له نړیوالو غوښتي چې د افغان کډوالو موضوع له پامه ونه غورځوي.

نوموړی دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې پاکستان له هغه هېواده د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوالو د اخراج لړۍ پيل کړې او تراوسه شاوخوا ۴۸۰ زره افغانان اخراج شوي دي.

ملا حسن اخوند غوښتنه کړې چې د کډوالو راستنول باید اجباري نه وي او په خبره یې دې موضوع ته باید له سیاسي او د شخصي ګټو له زاویې ونه کتل شي.

پر پاکستان سربیره په ایران کې هم پر افغان کډوالو کړۍ تنګه شوې او په ګڼو ولایتونو کې یې افغان کډوال کار کولو ته نه پرېښودل کیږي.