د امریکا دفاع وزیر نن تل ابیب ته ځي

د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن

په داسې حال کې چې پر اسراییل فشارونه په زیاتېدو دي چې په غزه کې اوربند وکړي، د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن نن تل ابیب ته ځي.

اسټن چې منځني ختیځ ته یې خپل سفر پرون (یکشنبې) له کویت څخه پیل کړ، د دې سیمې دوو نورو هېوادونو، قطر او بحرین ته هم ځي.

که څه هم تراوسه څرګنده نه ده چې ښاغلی اسټین به د منځني ختیځ د هېوادونو له چارواکو سره په کومو موضوعاتو خبرې وکړي، خو له اسراییل څخه په غزه کې د اوربند غوښتنې ډېرې شوې دي.

فرانسې، جرمني او بریتانیا له اسراییلو څخه پرون وغوښتل چې اوربند ومني.

د امریکا دفاع وزیر تر دې وړاندې پر اسراییل د حماس سختدریځې ډلې له بریده وروسته هم اسراییل ته تللی و او سیمې ته یې جنګي بېړۍ استولې وه چې د منځني ختیځ نورو سیمو ته د جګړې د خپرېدو مخه ونیسي.

اسټین په غزه کې د ملګي وګړو پر مرګ ژوبلو انتقاد کړی دی.