د روغتیا نړیوال سازمان وايي، جاپان په افغانستان کې روغتیايي سیکتور ته ۶ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده.
دې سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جاپان دا پیسې په افغانستان کې انتاني او میکروبي ناروغیو ته ځانګړي کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دغو مرستو هدف په ساري ناروغیو اخته کسانوته د ښهو خدمتونو وړاندې کول، د ساري ناروغیو د دقیق تشخیص لپاره د لابراتوارونو په برخه کې مرسته، د افغان- جاپان د ساري ناروغیو د روغتون او په کابل کې د انتاني د ملي روغتون د کاري ظرفیت په اړه ډاډ ترلاسه کول دي.
کابو یوه میاشت وړاندې اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د ساري ناروغیو د مخنیوي او د دې هیواد د روغتیايي خدماتو د ښه کېدو لپاره لس ملیون یورو مرسته کړې وه.