ترکیه: امریکا دې پر اسراییل له خپل نفوذه په کار اخیستو پر غزې او لوېدیځې غاړې د بریدونو مخه ونیسي

د متحدو ایالتونو او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون د امریکا د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته وویل چې امریکا دې پر اسراییل له خپل نفوذ څخه په کار اخیستو پر غزه او لوېدیځه غاړه د اسراییل د حملو مخه ونیسي.

دا خبره د ترکیې یوې دیپلوماتیکې سرچینې وکړه او زیاته یې کړه، فیدان بلینکن ته وویل، وروسته له دې چې بشپړ اوربند ټینګ شو، اسراییل باید د دوو هېوادونو د تشکیل پر حللارې خبرو ته حاضر کړل شي.

د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه هم خبرې وکړې.

د ترکیې پارلمان تراوسه پورې په ناټو کې د سویډن غړیتوب تایید کړی نه دی.