د ټاپي او نورو ګډو پروژو په اړه د ترکمنستان او طالب چارواکو خبرې اترې

د ټاپي پروژې یو اړوند نښان

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په مشرۍ یوه پلاوي افغانستان ته په خپل دوه ورځني سفر کې له طالب چارواکو سره په ټاپي پروژې او نورو مشترکو پروژو خبرې کړي.

دا پلاوی پرون او وړمه ورځ هرات کې وو او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي یې لیدو ته ورغلی و.

د ترکمنستان دولتي رسنۍ او د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دې سفر په اړه اعلامیې ورکړي.

د اعلامیو له مخې، د ټاپي پروژې د افغانستان دننه رغنیزې چارې ارزول شوي او تر څنګ یې دواړو لوریو د تورغونډۍ د رېل پټلۍ د سټیشن په پراختیا،دوه اړخیزې سوداګرۍ او افغانستان ته د برېښنا د لیږد پر زیاتوالي بحث کړی.