یو ان ډي پي: د افغانستان په ۶ ولایتونو کې مو ۲ زره هکتاره ځمکه د بڼوالۍ لپاره چمتو کړې

تصویر له ارشیفه

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام یو ان ډي پي د افغانستان په شپږو ولايتونو کې نږدې دوه زره هکتاره ځمکه د باغونو لپاره چمتو کړې ده.

پرون یکشنبه (دسمبر ۱۷مه) د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې په X چینل (پخواني ټویټر) کې یوه ویډیو شریکه کړې او ویلي یې دي چې دوی په کندهار، بادغیس، ننګرهار، لغمان، فراه او بلخ ولایتونو کې د مېوې باغونه جوړ او چیله بندي کړي.

دې پروژې د بڼوالۍ د بنسټیزو وسایلو، کیمیاوي سرې، اصلاح شوو تخمونو او د طبیعي آفتونو وژونکو موادو د ویشلو سربیره، یو شمیر بڼوال روزلي هم دي.

یو ان ډي پي وايي، کروندګرو د ښو نتایجو په لاسته راوړلو او راتلونکي په اړه په ډاډ سره د کوکنارو کرنه بنده کړې ده.