ملګري ملتونه: د افغانانو د کډوالۍ او بې ځایه کېدو ناورین ډېر لوی او دوامداره دی

له پاکستانه یوه تازه ایستل شوې افغانه کورنۍ

نن د ډسمبر اتلسمه د کډوالو نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د افغانانو د کډوالۍ او بې ځایه کېدو ناورین ډېر لوی او دوامداره دی.

د دې کمېشنرۍ د ارقامو له مخې ۸ میلیون او دوه لکه افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي چې پکې څه باندې درې میلیون داخلي بې ځایه شوي هم شامل دي.

پاکستان او ایران د میلونونو افغان کډوالو کوربه دی خو اوس دغو دوو هېوادونو په تېره پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی.

لږ تر لږه ۴۸۰ زره افغان کډوال له نومبر راهیسې له پاکستانه ایستل شوي.