له هېواده تېښته او د هیلې لټه: د کډوالو تجربې

جګړه، کړکېچ، اقلیمي بدلون، اقتصاد، ځپنه، سیاست.

جګړه، کړکېچ، اقلیمي بدلون، اقتصاد، ځپنه، سیاست.

اصلي لاملونه‌یې بې‌شمېره دي، خو د نړۍ پر کچه میلیونونو کډوالو د ځان او خپلو کورنیو لپاره د خوندیتوب یا سوکالۍ په لټه کې خپل کورونه پرېښي دي.

ملګرو ملتونو تر ۳۰۰ میلیونو زیات وګړي د نړیوالو کډوالو په توګه طبقه‌بندي کړي دي. په نړۍ کې په هرو اتو کډوالو کې یو ماشوم دی.

دا د نړۍ شااوخوا ۳،۶ سلنه نفوس ښيي چې په حرکت کې او د هیلو په لټه دي.

د ډسمبر په ۱۸مه نېټه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت دازادې اروپا/ ازادي راډيو سیمه‌ییزو څانګو یوځای د کډوالو او پناه غوښتونکو پر مسئلو تمرکز کړی چې د یادې راډيو تر پوښښ لاندې په ۲۳ هېوادونو کې خپرېږي.

په ۲۰۲۳م کال کې، د نورو بحرانونو ترڅنګ د روسیې له روان یرغل څخه د اوکراینیانو تېښته، د نګورنو قره‌باغ د اذربایجان له نیولو څخه تښتېدلو ارمنیانو کیسې، تر ۶ میلیونو زیات افغانان د تاوتریخوالي او طبیعي پیښو له امله په کور دننه بې‌ځایه شوي، په غزه کې د جګړې سیمه‌ییزې پایلې او د پاکستان پرېکړه چې د نومبر تر لومړۍ نېټې به سلګونه زره بې‌اسناده افغانان باسي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړیوال سازمان (ای‌اوام) یوه ویاند ایتاي ویریري ازادې اروپا/ ازادي راډیو ته وویل: "کله چې موږ په دوو میاشتو کې له ۳۷۵ زره څخه تر ۴۰۰ زره کسانو [له پاکستان څخه افغانستان ته] د تللو خبره کوو، دا د نه‌منلو وړ کار دی. اصلي اندېښنه دا ده چې د دغو ټولو خلکو لپاره چې بېرته راستنېږي، په افغانستان کې څه ډول ملاتړ شته."

لکه څنګه چې یوه راستانه شوي افغان چې تورخم ته نږدې په افغانستان کې دننه په یوه موقتي کمپ کې ژوند کوي تېره میاشت ازادي راډیو ته وویل: "موږ ډېرې ستونزې لرو. پیسې نه‌لرو. موږ تشنابونه نه‌لرو."

د لاندې ځانګړو راپورونو لپاره د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ځايي څانګو خبریالانو سیمې ته سفرونه کړي چې دا راپورونه چمتو کړي:


پولنډ ته، چېرته چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واک نیولو وروسته شاوخوا ۱،۵۰۰ افغانان په الوتکه کې له خپله هېواده ووتل. دا افغانان وايي چې دوی په خپل نوي کور کې د خپګان احساس کوي.

پولنډ مېشتي افغان پناه غوښتونکي: موږ او اوکرایني پناه غوښتونکو سره "دوه ګونی چلند" کېږي

پولنډ مېشتي افغان پناه غوښتونکي وایي چې پر اوکراین د روسیې له برید او پولنډ ته د زرګونه اوکراینیانو له کډوالېدو سره، د دغه هېواد د حکومت چلند د دوی پر وړاندې بدل شوی.

په وروستیو کې د منځني ختیځ او افغانستان د پناه غوښتونکو د ایسلتو مسئله، د پولنډ په یو تود ټاکنیز بحث بدل شوی او ټول‌پوښتنه پرې شوې وه.

Your browser doesn’t support HTML5

پولنډ مېشتي افغان پناه غوښتونکي: موږ او اوکرایني پناه غوښتونکو سره "دوه ګونی چلند" کېږي

هند ته، د هغو افغان سېکهانو او هندوانو سره خبرې چې له ترهګرو بریدونو یې خونديتوب موندلی، خو اوس له ورځنیو اقتصادي او بیوروکراټیکو ننګونو سره مخامخ دي.

هېواد ته ستنېدل؛ د هند مېشتو افغان هندوانو او سېکهانو هیله

پر افغان مذهبي لږکیو د هدفي بریدونو له زیاتېدو سره، یو ډېر شمېر افغان سېکهان او هندوان، هند ته کډوال شول. سره له دې چې د دوی لویه برخه لا له وړاندې هند ته کډوال شوي وو، خو تر اوسه د کوربه هېواد د استوګنې اسناد نه‌لري.

Your browser doesn’t support HTML5

هېواد ته ستنېدل؛ د هند مېشتو افغان هندوانو او سېکهانو هیله

رجني پرکاش او هندي مېړه سره افغانستان ته د ستنېدو هیله

رجني پرکاش هغه افغان هندوه ده چې ۳۱ کاله مخکې پر خطرناکو لارو له هېواده وتلو ته اړه شوې وه او اوس په هند کې اوسي.

دا وايي، د کورنۍ جګړې پر مهال کله چې ځینو کسانو د دوی د ګاونډي هندووانو تر وژلو وروسته د هغوی د سرو زرو غاښونه هم وایستل، د دې کورنۍ پرېکړه وکړه چې له افغانستانه ووځي.

Your browser doesn’t support HTML5

رجني پرکاش او هندي مېړه سره افغانستان ته د ستنېدو هیله

د انتظار شېبې؛ له بوسنیايي تر افغان کډوالو د جرمني د پالیسیو بدلون

دیرش کلونه وړاندې کله چې له بوسنیا او هیرڅېګوینا څخه لومړی کډوال جرمني ته ورسید، تر ننه پورې که څخه سیتسمونه او قوانین بدل شوي خو په جرمني کې د میشتو افغان کډوالو او بوسنیایانو تجربې سره ورته دي، او په دې هیواد کې د ادغام پروسه اوږده او ستونزمنه ده.

په دې اړه نور: ایا تاسو جرمني غږېدای شئ؟ له بوسنیا او هرزګوېنا تر افغانستانه د کډوالو په پالېسۍ کې بدلون

د ولایتي شورا له وکالته د کورنۍ د غړو تر ډله‌ییزې وژنې او جلاوطنۍ


دلیپ سنګهـ هغه افغان سېکهـ دی چې د ورور په ګډون‌يې د کورنۍ پنځه کسان یوځايي په کابل کې پر سېکهانو او هندوانو په حمله کې وژل شوي.

ښاغلی سنګهـ د غزني په ولایتي شورا کې د هندوانو او سېکهانو استازی هم پاتې شوی دی.

دی د امنیتي ستونزو له کبله اوس‌مهال په هند کې اوسي، خو هیله لري بېرته افغانستان ته ستون شي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ولایتي شورا له وکالته د کورنۍ د غړو تر ډله ییز وژل کېدو او جلاوطنۍ

اقبال سنګهـ؛ له خونړۍ حملې تر جلاوطنۍ

اقبال سنګهـ په ۲۰۱۸م کال کې په جلال‌اباد ښار کې پر هندوانو او سېکهانو له خونړۍ حملې ژوندی پاته شو، خو وايي چې دا پېښه‌یې تر اوسه په وېره کې ساتي.

دی چې له دې حملې ورته د رسېدلو ټپونو نښې راښيي وايي، د ژوند تر ټولو ځوروونکې پرېکړه‌یې دا وه چې خپل هېواد پرېږدي.

Your browser doesn’t support HTML5

اقبال سینګ؛ له خونړۍ حملې تر جلا وطنۍ

جمنا هلمندی؛ نوې ډېلي کې نانوای او نالوستی پاتې افغان

جمنا هلمندی له کلونو راهیسې په نوې ډېلي کې نانوايي لري. دی وايي، د اقتصادي ستونزو له کبله نه ده او نه‌یې هم زوی ښوونځی لوستی.

جمنا وايي، افغانستان‌یې نه‌هېرېږي او که په خپل هېواد کې يې جګړې نه‌وی جوړې شوې، ده به اوس هم په هلمند کې ښه ژوند کاوه.

Your browser doesn’t support HTML5

جمنا هلمندی؛ نوې ډېلي کې نانوای او نالوستی پاتې افغان

کرپال سنګهـ او هند کې د خوست یادونه

کرپال سنګهـ ملاتړ تر درې لیسزو زیاته موده کېږي چې په هند کې اوسي، خو اوس هم د خوست کیسې کوي.

دی له افغانستانه د وتلو پر مهال د هغې شېبې کیسه کوي چې له کبله‌یې تر اوسه ژړېږي. ملاتړ وايي، دا تخلص‌يې ورته یوه معلم ورکړی و چې دی وهڅوي چې د ټولو افغانانو سره له درېدو ډډه ونه‌کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

کرپال سینګ او هند کې د خوست یادونه

د اروپا د ځنګلونو وېروونکې شپې؛ د هغه افغان کیسه چې اخر جرمني ته ورسېد

نورالله ارین، هغه ځوان دی چې په قاچاقي لارو جرمني ته رسېدلی. دی وایي چې د دې منزل لپاره‌یې پر "ستړو او نا انساني لارو" مزل کړی.

هغه د پولنډ او بلاروس په پولو کې د خپلو ځینو هم‌لارو د تلف کېدو کیسې کوي.

ارین اوس په جرمني کې پناه غوښتونکی دی او وایي له هېواد او کورنۍ لیرې ژوند ورته ډېر ستونزمن دی.

Your browser doesn’t support HTML5

د اروپا د ځنګلونو وېروونکې شپې؛ د هغه افغان کیسه چې اخر جرمني ته ورسېد

له هېواده لیرې؛ ستونزمن ژوند، خو راتلونکي ته هیله‌مندي

په جرمني کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي وایي چې په سختو ستونزو اروپا ته رسېدلي او اوس ځان او کورنیو ته‌یې د ښې راتلونکې هیله لري.

Your browser doesn’t support HTML5

له هېواده لیرې؛ ستونزمن ژوند، خو راتلونکي ته هیله‌مندي

لوږه او بې‌وزلي؛ له پاکستان ایستل شوي افغانان سخت ژمی په مخکې لري

سلګونه زره افغانان، له یوې نیمې میاشتې راهیسې له پاکستانه ایستل شوي. ډېری دغه افغانان چې خپل هېواد ته ستانه شوي، سرپناه نه‌لري. هغوی دغه‌راز سختې اقتصادي ستونزې لري.

نړیوالو سازمانونو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانانو ایستل ودروي، خو اسلام‌اباد وایي چې دا لړۍ به په جدي توګه دوامداره وساتي.

Your browser doesn’t support HTML5

لوږه او بې‌وزلي؛ له پاکستان ایستل شوي افغانان سخت ژمی په مخکې لري

د طالبانو له واکمنۍ اروپايي ټولنې ته تېښته

افغانستان څخه د اروپا په نیت د راوتلې غیرې قانوني کډوالو یو شمېر یې د بالکان له هېوادونو تیریږي. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بالکان څانګې خبریالانو ایرمین زاتګا او ماهیر سیامیا د یو شمېر هغو افغانانو کیسې راټولې کړي چې د بوسنیا له پلازمېنې سرایېوو څخه ددې هېواد بیهاچ سیمې ته د ترانسپورټ په تمه دي.

په دې اړه نور: د طالبانو له واکمنۍ اروپايي ټولنې ته تېښته