د یمن حوثي یاغیانو په سور سمندرګي کې د خپلو عملیاتو په اړه نړیوالو خواوو سره د خبرو خبر ورکړ

حوثي یاغیان - ارشیف

په یمن کې د حوثي یاغیانو یوه ویندوی پرون وویل چې د عمان په منځګړتوب یې له نړیوالو خواوو سره په سور سمندرګي کې د خپلو عملیاتو په باب خبرې پیل کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د حوثیانو ویندوی محمد عبدالسلام وویل چې عمان په دې برخه کې منځګړتوب کوي تر څو چې پر غزې یرغل دوام لري او غزې ته د بشري مرستو مخه نیول کېږي، دوی به خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

حوثي یاغیانو نه دي ویلي چې د عمان په منځګړتوب د کوم هیواد یا سازمان له استازو سره په خبرو بوخت دي.

تر دې وړاندې حوثي یاغیانو د جمعې په ورځ په یوه انلاین خبرپاڼه کې ویلي و چې پر دوو بېړیو یې چې د اسراییل لور ته روانې وې، برید کړی دی.

په دې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې دا بېړۍ یې وروسته له دې په توغندو وویشتې چې عملې یې د یمن د سمندري ځواک تماسونو ته ځواب ونه وایه او د دوی د خبرداریو پروا یې ونه کړه.

د جمعې په سهار د جرمني د بېړۍ چلونې شرکت (هه پګ لوید) ویلي وو چې د دوی پر یوه باري بېړۍ په سورسمندرګي کې ډزې شوي خو زیان نه دی ور اوښتی.

د دغه شرکت ویندوی د جرمني (ډي پي اې) خبري اژانس ته ویلي چې د دې باري کښتۍ عملې ته هم تاوان نه دی رسېدلی.