متقي په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار د پیلېدو غوښتنه وکړه

امیرخان متقي د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار د پیلېدو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت مرستیال ویندوی حافظ ضیا احمد تکل نن په اېکسپاڼه کې لیکلي چې ښاغلي متقي د ترکمنستان له باندنیو چارو وزیر رشید مرادوف او ورسره ملګري پلاوي سره پرون د هرات ولایت په تورغونډۍ کې وکتل او ویې ویل چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار پیلېدو ته لاره هواره شوې ده.

د ټاپي پروژې کار په ۲۰۱۵ م کال په ترکمنستان کې او په ۲۰۱۸ م کال په افغانستان کې پیل شو، خو په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له کبله د دې پروژې کار وځنډېد.

د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې افغانستان د کال څلور سوه میلیون ډالره د ترانزیت له درکه ترلاسه کولی شي.