اسټرالیا افغان کډوالو ته ۲۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

له پاکستانه یو شمېر اېستل شوې افغانانې

د اسټرالیا حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان د خلکو او هغو افغانانو د ملاتړ لپاره چې ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، ۲۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د اسټرالیا د باندنیو چارو وزارت پرون (شنبې) په یوه اعلامیه کې وویل چې تازه یې په جینیوا کې د کډوالو په نړیواله غونډه کې ژمنه کړې چې ۲۶۵ میلیون ډالره مرسته به وکړي چې له دغو پیسو څخه ۲۰ میلیونه ډالره افغانانو ته ځانګړې شوې دي.

همداراز ۲۳۵ میلیونه ډالره په میانمار او بنګله دېش کې د روهینګیا خلکو ته او ۱۰ میلیونه نور د سوډان د خلکو ملاتړ ته په پام کې نیول شوي دي.

تر دې مخکې کاناډا د منځنۍ اسیا هېوادونو او پاکستان ته د کډوالو شویو افغانانو لپاره ۲۱ میلیون ډالره مرسته اعلان کړې وه.