غزه؛ لسګونو خبریالانو د الجزیرې د یوه خبریال د خاورې ته سپارلو مراسمو کې برخه واخیسته

د الجزیرې تلویزون لوګو

په لسګونو خبریالانو نن د الجزیرې تلویزیون د خبریال سامر ابو دقه د خاورې ته سپارلو په مراسمو کې برخه واخیسته.

دا مراسم د غزې په خان یونس سیمه کې ترسره شول.

الجزیره تلویزیون چې مرکز یې په قطر کې دی، وایي چې ابو دقه د جمعې په ورځ هغه وخت د اسراییل بې پيلوته الوتکې وویشت چې په خان یونس کې یې له یوه ښوونځي څخه راپور ورکاوه.

د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې ویلي دي چې د اکتوبر له اوومې چې په غزه کې جګړه پيل شوې ده تر اوسه په سیمه کې تر شپیته ډیر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.