د اسراییل پوځ: غزه کې مو ۳ برمته شوي هېوادوال سهواً په ډزو ووژل شول

غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

اسراییلي ځواکونه وایي، په غزه کې درې اسراییلي برمته شوي کسان سهوا په ډزو لګیدلي او وژل شوي دي.

د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې، دا پېښه پرون د شجایه په سیمه کې شوې ده.

په راپور کې دا هم راغلي دي چې د اسراییلي ځواکونو د برید پرمهال پرون د غزې په جنوب کې یو فلسطینی خبریال وژل شوی دی.

شجایه هغه ځای دی چې له څو ورځو راهیسې پکې اسراییلي ځواکونه له حماس وسله والې ډلې سره په جګړه دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس ترهګره ډله ګڼي.