ایران: یو تن مو د اسراییلو په ګډون یو شمېر هېوادونو ته د جاسوسۍ له امله په دار کړ

له ارشیفه د دار یو سمبولیک تصویر

د ایران قضاییه قوې اعلان وکړ چې نن سهار یې یو تن د موساد په ګډون له بهرنیو ادارو سره د ارتباط په تور د سیستان-بلوچستان په ایالت کې اعدام کړ.

د ازادي راډیو د ایران څانګې، فردا راډیو د راپور له مخې د ایران قضاییه قوې د دې کس هویت نه دی په ډاګه کړی او نه یې د هغه د نیولو وخت ته په خپل راپور کې اشاره کړې ده.

د ایران د قضایه قویې په راپور کې راغلې دي چې دې کس پټ اطلاعات راغونډ کړې دي او هغه یې بهرنیو استخباراتي ادارو ته په ځانګړي ډول د اسراییل استخباراتو( موساد) ته سپارلي دي.

د ایران حکومت په تېرو کلونو کې هم د لسګونو بهرنیو هېوادو د جاسوسانو د نیولو ادعاوې کړې وې.