د ترکمنستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د هرات د تورغنډۍ له رېل پټلۍ لیدنه وکړه

د ترکمنستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیران

د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف په مشرۍ یوه پلاوي نن د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره یوځای د هرات د تورغنډۍ د ریلګاډي د پټلۍ لیدنه وکړه.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن په خپله اېکسپاڼه، پخواني ټویټر کې د دې لیدنې کتنې یو عکس خپور کړی دی او لیکلي یې دي چې د دې لیدنې هدف د دواړو هېوادو ترمنځ په اقتصادي، ترانیزیټي، ریل پټلۍ او انرژي برخو کې د ګډو پروژو د عملي جریان لیدنه او وده ورکول دي.