د یمن حوثي یاغیانو اسراییلو ته پر روانو دوو بېړیو د برید ادعا کړې ده

اسراییلو ته یوه تلونکې بېړۍ

د یمن حوثي یاغیانو پرون په یوه انلاین خبرپاڼه کې وویل چې پر دوو بېړیو یې چې د اسراییل لور ته روانې وې، برید کړی دی.

په دې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې دا بېړۍ یې وروسته له دې په توغندو وویشتې چې عملې یې د یمن د سمندري ځواک تماسونو ته ځواب ونه وایه او د دوی د خبرداریو پروا یې ونه کړه.

په خپرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دوی دا برید کله وکړ.

تر دې مخکې د جمعې په سهار د جرمني د بېړۍ چلونې شرکت (هه پګ لوید) ویلي و چې د دوی پر یوه باري بېړۍ په سورسمندرګي کې ډزې شوي خو زیان نه دی وراوښتی.

د دغه شرکت ویندوی د جرمني (ډي پي اې) خبري اژانس ته ویلي چې د دې باري کښتۍ عملې ته هم تاوان نه دی رسیدلی.