د افغانستان په دوو سیندیزو حوزو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

ارشیف: په هرات کې له باران وروسته د راوتلو سېلابونو یو انځور

د هواپېژندنې ادارو د افغانستان په دوو سیندیزو حوزو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی.

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت پر خپله ایکسپاڼه په یو بیان کې اټکل کړی چې له نن څخه د یکشنبې تر ورځې د هېواد په ځینو برخو، په تېره د هریرود او هلمند په سیندیزو حوزو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او له دې کبله د سېلابونو د راوتلو امکان شته.

بیان زیاتوي چې د کشک او کاشان، هرات، فراه، هلمند، ترینکوټ او زابل د سیندونو په اوږدو کې د ناڅاپي ورښتونو او د اوبو د سطحې د لوړېدو له کبله د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د روان کال په دوبي کې درنو سېلابونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه کسان ووژل او پراخ مالي زیانونه یې واړول.