غزه کې د عملیاتو دوام؛ اسراییل: د حماس د ځپلو عملیات ښايي څو نورې میاشتې هم وخت ونیسي

په غزه کې د روانو عملیاتو یو انځور

د غزې په تړانګه کې نن هم د اسراییلو پوځي عملیات روان دي.

اسراییل خپل اصلي متحد، امریکا ته ویلي چې د حماس ډلې د ځپلو عملیات ښايي څو نورې میاشتې هم وخت ونیسي.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د تروریستې ډلې په توګه پېژندل کېږي.

اسراییلو د دې ژمنې په اساس چې حماس ډله به له ځپي او هغه شاوخوا ۲۴۰ کسان به ژغوري چې دې ډلې د اکټوبر د اوومې د برید پر مهال یرغمل کړي وو، د غزې په تړانګه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

د دې عملیاتو په نتیجه کې د غزې د کلابندې سیمې ډېره برخه ویجاړه شوې ده.

د غزې د روغتیا وزارت چې حماس یې اداره کوي وايي چې د اسراییلو په عملیاتو کې تراوسه له ۱۸۷۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.