چارواکي: د پاکستان سرحد ته نږدې په راسک کې ۱۱ ایراني پولیس وژل شوي

د ایران نقشه

د ایران د جنوب ختیځ سیستان بلوچستان ایالت امنیتي چارواکي وايي، ۱۱ تنه پولیس د پاکستان سرحد ته نږدې په راسک سیمه کې په یوه تروریستي حمله کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې د دې پېښې پر مهال یو شمېر بریدکوونکي هم مړه او ټپیان شوي دي.

د سیستان بلوچستان مرستیال والي علي رضا مرحمتي وویل، دا یوه تروریستي حمله وه.

د ایرنا دولتي خبري آژانس د راپور له مخې د دې برید پړه د جیش العدل په نوم سني وسله‌والې ډلې چې مخکې له دې یې هم څو ځلې د ایران له سپاه پاسداران انقلاب او سرحدي ځواکونو سره نښتې کړې دي، منلې ده.