پاکستان: طالبان دې د 'ډېره اسماعیل خان' برید د تنظیموونکو پر ضد جدي اقدام وکړي

له دې مخکې د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو دا ادعا رد کړې وه چې ګنې دا برید د افغانستان په خاوره کې پلان شوی دی.

پاکستان یوځل بیا له طالبانو غوښتي چې په ډېره اسماعیل خان کې د وروستي خونړي برید د تنظیموونکو پر ضد جدي اقدام وکړي.

له دې مخکې د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو دا ادعا رد کړې وه چې ګنې دا برید د افغانستان په خاوره کې پلان شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په یوه خبري کنفرانس کې د طالبانو د حکومت بیان ته اشاره وکړه او ویې ویل طالبان باید د دې برید تنظیموونکي او د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي مشران اسلام آباد ته وسپاري.

مېرمن بلوچ زیاته کړه چې پاکستان ته د طالبانو دا بیان رسېدلی دی چې وايي، د دې برید په اړه به تحقیقات وکړي.