خیبر پښتونخوا کې برید؛ یو سرتېری او درې بریدګر وژل شوي

ارشیف: په پاکستان د یوې مخکینۍ چاودنې

د خیبر پښتونخوا ایالت د ټانک سیمې د پولیس پر یوه مرکز په برید او نښته کې یو سرتېری او ۳ بریدګر وژل شوي دي.

د ټانک د پولیسو مشر نن د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل وسله‌والو نیمه شپه د پولیسو پر مرکز برید وکړ چې ورسره سم نښته پیل شوه.

د هغه په وینا، نښته څو ساعته روانه وه چې په ترڅ کې یې یو پولیس ووژل شو او ۳ نور ژوبل شول.

هغه زیاته کړه چې پولیسو په نښته کې دوه او پوځ یو مشکوک وسله‌وال وژلي دي.

د دې حملې مسوولیت د انصارالجهاد په نوم یوې نوې ډلې منلی دی.

له دې مخکې د سه شنبې په ورځ هم ټانک ته نږدې د ډېره اسماعیل خان په درابڼ سیمه کې د پولیسو د یوې تاڼې مخې ته پر پوځي مرکز په برید کې ۲۳ پوځیان ووژل شول.

د دې حملې پړه د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې ډلې چې ګومان کېږي د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي یوه څانګه به وي، ومنله.