کرکټ؛ ویسټ انډیز په دویمې شل اوریزې سیالۍ کې هم انګلستان ته ماتې ورکړه

د ویسټ انډیز لوبغاړي د لوبې پر مهال

د کوربه ویسټ انډیز او انګلستان ترمنځ دویمه شل اوریزه سیالي تېره شپه ناوخته ترسره شوه چې د ۱۰ منډو په توپیر ویسټ انډیز وګټله.

کوربه لوبډلې لومړۍ پاڼۍ کړې وه او د ۱۷۷ منډو هدف یې ټاکلی و.

یادې لوبډلې ته برینډن کېنګ۸۲ ناسوځېدلې او لوبډلمشر رومن پاول ۵۰ منډې کړې وې.

انګلستان ته په توپ اچونه کې عادل رشید او تایمل میلز دوه دوه لوبغاړي سوځولي وو.

انګریزانو د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۶ منډې وکړې.

سام کرن مخکښ منډه جوړونکی و چې ۵۰ منډې یې کړې وې.

ویسټ انډیز ته الیزاري جوزیپ ۳ لوبغاړي وسوځول، خو انډري رسل بیا ۴ اورونو کې ۶۶ منډې ورکړې.

د ویلو ده چې دواړه لوبډلې به ۳ نورې شل اوریزې سیالۍ هم ترسره کوي.