شجاع: ایران روانه اوونۍ شاوخوا ۸زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي

له ایران څخه هرات ته استول شوي افغان کډوال. November 6, 2023

د ایران یو پوځي چارواکی وايي چې روانه اوونۍ په زرګونو بې اسناده افغانان له دغه هېواد څخه افغانستان ته ایستل شوي دي.
د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان سردار مجید شجاع ایرنا خبري اژانس ته پرون پنجشنبه ویلي چې د دوغارون سرحد له لارې شاوخوا ۸زره افغانان ستانه کړای شوي دي.

د ایران د دې خبري اژانس د راپور له مخې، شا و خوا ۳ لکه او ۲۷زره افغانان چې د په ایران کې دېره وو، روان لمریز کال په لومړۍ نیمايي کې د خراسان رضوي ولایت د سرحدونو له لارې افغانستان ته ایستل شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان تېره چهارشنبه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د بنسټونو له رغونې سره مرسته وکړي چې د ده په وینا له دې سره افغان کډوال وکړای شي خپل هېواد ته خپله ستانه شي.

عبداللهیان دغه غوښتنه په جینیوا کې د کډوالو په اړه د نړیوالې غونډې پر مهال مطرح کړه او ویې ویل چې ۴۵ کاله کېږي، ایران په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو دروند بار په اوږو لېږدوي چې د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته دغه بار نور هم دروند شوی دی.