د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار اسراییل ته رسېدلی

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان پرون پنجشنبه اسراییل ته ورسېد.

د امریکا د متحدو ایالتونو دغه چارواکی دا سفر داسې وخت کوي چې په غزه کې د حماس افراطي ډلې او اسراییل ترمنځ د څه باندې دوو میاشتو جګړې پر مهال د ملکيانو د مرګ ژوبلې زیاتېدو له کبله عمومي نارضایتي په زیاتېدو ده.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس افراطي ډله، یو تروریستي سازمان ګڼي.

تمه کېږي سالیوان په دې سفر کې د فلسطینیانو په قلمرو کې د اسراییل پر پوځي عملیاتو او نورو مسایلو خبرې وکړي.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی د حماس افراطي ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د حماس افراطي ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه په دې جګړه کې ۱۸زره ۷۸۷ کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید کړي نه دي.