باخبره سرچینه: ندا پرواني د طالبانو له بنده خوشې شوه

له ارشیفه د یو شمېر ښځینه معترضانو تصویر

یوه باخبره سرچینه وايي، د ښځو د حقونو فعاله ندا پرواني د طالبانو له بنده ازاده شوې ده.

د پرواني کورنۍ ته نږدې یوې سرچینې چې د امنیتي دلایلو له مخې یې د نوم له اخیستو ډډه کوله، نن ازادي راډیو ته دا خبر تایید او وویل، ندا پرواني تېره شپه د طالبانو له بند څخه په ضمانت خوشې شوې ده.

د سرچينې په وينا، د اغلې پرواني رواني حالت ښه نه دى او طبي پاملرنې ته اړتيا لري.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي وو چې د ښځو د حقونو څلور فعالانې جولیا پارسي، ندا پرواني، منيژه صدیقي او پریسا ازاده د طالبانو له خوا په خپل سر نیول شوي او بندیانې شوې دي.

طالبانو تر اوسه د دغو فعالانو د نیولو او یا د اغلې پرواني د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، طالبانو ندا پرواني له خپل مېړه او ماشوم سره د روان کال د غبرګولي مياشتې په وروستيو کې په کابل ښار کې نیولې وه.