پاکستان درېیم هېواد ته تلونکو افغانانو ته ۲ میاشتې نور د اوسېدو وخت ورکړ

لویدیزو هېوادونو ته د تګ په هیله پاکستان کې مېشتې یو شمېر افغانانې

د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې هغو افغانانو ته د پاتې کېدو دوې (۲) میاشتې نور وخت ورکوي چې درېیمګړي هېواد ته د تلو لپاره په پاکستان کې انتظار باسي.

پاکستان دا اعلان پرون (چارشنبې) وروسته له دې وکړ چې سلګونه زره افغان کډوال یې د اوسېدو د اسنادو د نه لرلو په خاطره له خپلې خاورې وایستل.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ پر اساس، تراوسه پاکستان له خپلې خاورې تر څلور نیم لکه ډېر افغان کډوال ایستلي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضي سولنګي، د راتلونکي کال د فبرورۍ تر ۲۹ د مهلت د اوږدولو د اعلان په ترڅ کې وویل، که څوک تر دې نوې نېټې زیات پاتې شو، د میاشتې به ۱۰۰ ډالره جریمه او ۸۰۰ ډالره د خروجۍ لپاره ورکوي.