ټام ویسټ: طالبان مې د امریکایي بندیانو د خوشې کولو لپاره تر فشار لاندې ونیول

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وايي، له طالبانو سره په کتنه کې یې پر هغوی فشار راوړی چې په افغانستان کې بندي امریکایان خوشې کړي.

ټام ویست په وروستیو ورځو کې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مسوول سُهیل شاهین سره وکتل.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویندوی متیو میلر په افغانستان کې د بندي امریکايي وګړي رایان کوربټ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د امریکایانو امنیت ورته لومړیتوب لري او له طالبانو سره په خبرو کې فشار راوړل کېږي چې د رایان کوربت په شمول په افغانستان بندي امریکایان خوشې او خپل هېواد ته راشي.

رایان کوربت له ۲۰۱۰ څخه په افغانستان کې کار کاوه، په ۲۰۱۷ کې یې د بلوم افغانستان په نوم موسسه جوړه کړه.

نوموړی ۱۶ میاشتې پخوا د طالبانو د استخباراتو له لوري ونیول شو او تراوسه بندي دی.