د امریکا ځانګړي استازي د سعودي چارواکو سره پر افغانستان خبرې وکړې

د متحدو ایالتونو او سعودي عربستان بیرغونه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د عربستان سعودي له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبري کړي دي.

ښاغلي ویسټ، پرون پر خپلې اېکس پانې یا پخواني ټویتر لیکلي، د سعودي له چارواکو سره يې په افغانستان کې د امنیت، بشري حقونو او بشري مرستو په اړه خبرې کړي.

ټام ویسټ چې د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې هېوادونو ته يې سفر کړی، د اسلامي همکاریو سازمان له چارواکو سره يې هم د افغانو نجونو او ښځو د حقونو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې ټام ویسټ د افغانستان په اړه د خبرو لپاره د سیمې هېوادونو ته د دیسمبر پر ۵ مه خپل لس ورځینی سفر پیل کړی او تراوسه يې د پاکستاني، قطري، د متحده عربي اماراتو او سعودي له چارواکو سره د افغانستان د بېلابېلو مسایلو ؛ په ځانکړې توګه د افغانو ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې کړې دي.