ایران: نړیواله ټولنه دې خپل هېواد ته د افغان کډوالو په ستنولو کې مرسته وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیرعبدالهیان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل د افغانستان د بنیادي تاسیساتو په جوړولو کې مرسته وکړي څو افغان کډوال خپل هېواد ته بېرته ستانه شي.

حسین امیرعبدالهیان دا خبره پرون (چهارشنبې) په جینیوا کې په نړۍ کې د کډوالو په غونډه کې وکړه.

ایران او پاکستان له څو لسیزو راهیسي د ملیونونو افغان کډوالو کوربانه دي.

عبدالهیان وویل، هېواد یې له څه باندې ۴۵ کلونو راهیسي په نړۍ کې د کډوالو یو لوی پېټی په اوږو وړي او دا پېټی په ۲۰۲۱ کې له سیاسي بحرانه وروسته لا دروند شوی دی.

ځیني ایراني چارواکي ادعا کوي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له درو تر څلور میلیونه نور افغان کډوال دغه هېواد ته ورغلي دي.