اروپایي ټولنې د خوړو نړیوال پروګرام ته د افغانستان لپاره ۲۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

د اروپایي ټولنې بیرغ

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د دغه پروګرام د بشري مرستو لپاره د اروپايي اتحادیې د ۲۵ میلیونه یورو د اعلانېدو هرکلی وکړ.

د خوړو د نړیوال پروګرام پر اساس، د اروپايي اتحادیې دا نوې بسپنه به په افغانستان کې وږو او بې ځایه شویو کورنیو ته د خوړو په رسولو کې مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په هرو درو افغانانو کې یو نه پوهېږي چې د راتلونکي وخت ډوډۍ به له کومه مومي او دا په داسې حال کې ده چې سخت ژمی هم راروان دی.