یونیسف: ۲۰۲۴ کې ۲۳،۳ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

دوه بېوزلې ځپلۍ افغانې مېرمنې او ورسره ماشومه - ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وایي، راتلونکي ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې ۲۳،۳ ملیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د یونیسف څانګې پرون چهارشنبې په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره بشري اقدام په دې هېواد کې د ۱۹،۴ ملیون وګړو د بشري او اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۱۹،۴ ملیون ډالرو غوښتنه کوي.

یونیسف ویلي، په افغانستان بشري مرستو ته د اړو کسانو دولس ملیونه او ۶ سوه زره یې ماشومان دي.

د یونیسف په خبره، ډېرې کورنۍ او زیات ماشومان د خپلو اړتیاوو په پوره کولو کې له ننګونو سره مخ دي.