د امریکا استازو جرګې د ولسمشر بایډن د استیضاح په اړه د روانو تحقیقاتو رسمي اجازه صادره کړه

د متحدو ایالتونو ولسمشرجوبایډن

د امریکا استازیو جرګې پرون چهارشنبې د دې هیواد د ولسمشرجوبایډن د استیضاح په اړه د روانو تحقیقاتو رسمي اجازه صادره کړه.

جمهوریپالو که څه هم د ولسمشرله خوا د غلط کار په اړه شواهد نه دي موندلي، خو دوی د دغې هڅې ترشا یو موټي دي.

د جمهوریپالو ترکنټرول لاندې استازیو جرګه کې ۲۲۱ وکیلانو د ۲۱۲ په مقابل کې دغه تحقیقات تصویب کړل.

د بایډن د استیضاح په اړه رسمي تحقیقاتو کې دا مسله څېړل کیږي چې ایا بایډن د خپل زوی هنټربایډن د بهرنۍ سوداګرۍ له معاملو ناسمه ګټه پورته کړې کنه؟

په استازیو جرګه کې په دې اړه رایې وروسته له هغې واخیستل شوې چې ځوان بایډن د تړلو دروازو ترشا د دې جرګې غړیو ته له شهادت ورکولو ډډه وکړه.

سپینې ماڼۍ دغه تحقیقات ردکړي او ویلي یې دي چې له حقایقو سره اړخ نه لګوي او ترشا یې سیاسي انګېزه پرته ده.