اذربایجان او ارمنستان یو شمیر بندیان تبادله کړل

د تبادلې یوه څنډه

اذربایجان او ارمنستان پرون د جګړې یوشمېر بندیان تبادله کړل.

باکو دوه دېرش ارمني عسکر چې له دوه زره شلمه تر دوه زره درویشتم کلونو پورې یې نیولي وو، خوشي کړل.

ایروان بیا دوه اذري پوځیان چې سږکال یې په اپریل کې نیولي وو، له بنده ازاد کړل.

د اسیرانو دا تبادله د هغه تړون له مخې وشوه چې تېره اوونۍ د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ لاسلیک شو او د امریکا متحد ایالتونو، اروپایي ټولنې او روسیې یې هرکلی وکړ.